Content on this page requires a newer version of Adobe Flash Player.

Get Adobe Flash player

ښځو په استازیتوب پنځمه ښځه سمانتا کریستوفوریتتي Samantha Cristoforetti نړيوال فضایی ستیشن ته لاړه.   ::   ښکلوکیه   ::   د وینی لوړ فشار (Hypertension)   ::   حساسیت (Allergy)   ::   د شکري نا روغي(Diabetes)   ::   ژباړه: ویټامینو نه او دهغو دنده   ::   دویښتانودرږیدلوعلتونه اوددرملنی لاری چاری   ::   مه نهيله کېږه! مايوسي یانهيلي يوه ستره ناروغي ده   ::   کولیسترول څه شی دی؟   ::   ۵ دقیقو کی د ماشوم د ټوخي علاج   ::   نظيفه څنګه دکيګدۍ کوچی ته واده شوه؟ --دريمه برخه   ::   اختطافی ډلی خطرناکې دی    ::   د ملي احساس د شپږمې ګڼې خبر‏   ::   سلیمان غره ته    ::   د اسلامي نړۍ د ښكلا ملكه   ::   په افغان ميړنی ميرمن شکريه بارکزی تروريستی حمله   ::   يوځل بيادبشري جنايت پرضدخپل داعتراض اوازپورته کوم   ::   سور اورلګيدلی ده   ::   دوهم نفر--لنډه کيسه: رفيع الله روشن   ::   تمثيل لنډه کيسه::: رفيع الله روشن   ::   غزل    ::   يوه شاعره وه   ::   افغانه محصله پيغله قدسيه دمحصل دورځې قرباني شوه   ::   ستر لیکوال او په پښتو مین ارواښاد استاد خادم بابا   ::   سوله اومينه   ::   غزل   ::    ګران افغانستان    ::   دپخوانی حکومت دهروزيراوهروالی سره بايد ذره ذره حساب وشی   ::    پاکستان.. د ولسمشرد سفرونو په لړۍ کې برخليک ټاکونکی تمځای   ::   خپل وطن کشميردی   ::   غزل   ::   سندره   ::   غزل   ::   Global Change Leaders Program (Women)‏   ::   دويمه نړيواله جګړه   ::   خزان ظالم خزان دى    ::   لکه پاڼه   ::   ته شهیدیې   ::   غزل   ::   شعر   ::   
سرليکونه
ښځه
ښځه
رسنۍ
ژوندون TV
انعکاس راډيو
د١٣٩٣هجري شمسي کال کاليزه(جنتري)
امريکاغږ
ازادي راډيو
بي بي سي راډيو
المان غږ
ډېوه راډيو
رڼا اېف اېم
دحرمينوهندار-دحج يونليک-شپږ پنځوسمه برخه
قاضي محمدحسن حقيار - 2013/08/07

دحرمينوهندار-دحج يونليک-شپږپنځوسمه برخه

دعرفات هېرحکمت 


دذوالحجې دنهمې په شپه مسؤولينو  وويل چې ښايي سبا ډېر زيات بيروبار وي نوله همدې امله همدااوس عرفان ته روانېږوموږ ځان چمتو کړ،ګرمي ډېره وه،په احرام کې هسې هم خلک په تکليف وي څوتنه مې وليدل چې په احرام کې يې خپل ځان ته پام نه وو او دعورت ډېرې برخې يې ښکارېدې، نو موږ هم عرفات ته همدا اوس تللو ته خوښ وو تر ډېره ويښ وو خو موټر رانغى بالاخره ويده شو سبا دعرفې په ورځ سحر اته بجې درې لوى موټر راغلل خوپاکستانيان له موږ وړاندې شول ،زموږ څه باندې دېرش تنه ملګري بې صبره شول ويل يې چې مکتب موټر نه رالېږي هسې راباندې ورځ تېروي ټول عرفات ته په پښو روان شول ماورته ډېر وويل چې موټر ته صبروکړئ خو ويې نه منله لږ وروسته موږ ته هم موټر راورسېدل په کې سپاره او  دمزدلفې له لارې عرفات ته روان شو، پرلار به دې چې څومره سترګو کار کاوه، په سپينو احرامونو کې حاجيان ښکارېدل، تابه ويل چې دسپينو پرښتو باران شوى دى .دبيروبار له کبله خپل ځاى ته لس نيمي  بجې ورسېدو.
زموږ خېمې دعرفات په پاى جنوب ختيځ کې وې تر اوږده ترپال لاندې پرشګو غالۍ غوړېدلې وې.
لمونځ ،دعااو تلاوت مو پيل کړ،دوه ساعته تېر وو چې زموږ پلي را روان شوي څه باندې دېرش تنه  ملګري ستړي ستومانه خوله خوله راورسېدل.
غرمه ډوډۍ کې وريجې،چرګ،جوس،يوبوتل اوبه،کېک،کلچې،مربا موجود وو ډېرو دماسپښن لمونځ همدلته خېمه کې وکړ،دشرکت مسؤولينو هم دوى هڅول چې همدلته لمونځ وکړي پلمه يې داوه چې بيروبار ډېردى بيا خپل ځاى نشي پيداکولى  زه مسجد نمره ته  روان شوم، ملګري مې خبر کړل اوه لس تنه راپاڅېدل اوراسره روان شول،مسجدنمره زموږ نه ډېره لرې و ،په پوښتنه مو پيداکړ،خوپه مسجدکې دومره بيروبار وو چې يوکيلومترۍ کې يې  هم دومره ځاى نه و  چې اوه لس واړه په صف کې ناست واى بياهم کوښښ مو وکړ چې ځان مسجدته نږدې کړو په ټېل ماټېل کې مو ځان تريوه حده  راساوه تنګ تنګ پريوه سړک   ودرېدو، ګرمۍ خپل ټول زور ازمويلى وومسجد کم ترکمه شاوخوا اوه سوه متره له موږ لېرې وو،دلته مو دماسپښين اومازيګر لمونځ يوځاى دماسپښين په وخت کې وکړ خونه مو خطيب وليد،نه مو خطبه واورېده اونه دعا.
له دې ځايه  جبل الرحمة ته وخوځېدو،پرلاره ونې هم وې دګرمۍ دمخنيوي لپاره مصنوعي بارانونه هم ورېدل ،دولت هلته هم ډېر کار کړيدى،په عرفات کې ډېر بيروبار وو کوښښ مو دا و چې ملګري مويوبل ورک نه کړي دډېر کوښښ او پام سربېره بيا هم ملګري مو يويورانه ورکېدل کله چې دجبل الرحمة ترڅنګ روغتون ته ورسېدونو درې تنه  راسره پاتې و نور مو ټول ورک کړل. په جبل الرحمة ختل مستحب دي خوپه هغه صورت کې چې بيروبار اوخلکو ته زحمت وي اوپه ځانګړې ډول په هغه صورت کې چې دځان دهلاکت يادنورو دهلاکت وېره يانوروته  دزحمت قوي احتمال وي نوبيا خوحرام دى،خوهلته احساسات اوجذبات بل ډول وي زه ښه پوهېدم اوليدل مې چې هلته ورختل نورو ته هم زحمت دى اوخپله هم دسرله خطر سره مخ کېدلى شوم خو چې کتل مې ښځې ،سپين ږيري اوکمزوري خلک ور خېژي نو طاقت رانغى او ورروان شوم  ، څومره چې غونډۍ ته ورنږدې کېدم نوټېل زياتېده اخر دومره اوږد ډېل شو چې کريکو اوچيغو فضا ونيوه خلک احساساتي شول  ،سونامي واخستل هره خوا ښځې، ځوانان اوبوډاګان تر پښو لاندې شول ، دجبل الرحمة په  لمن کې  دې غونډۍ ته دختلو پرلار  دپيروبار له کبله  دشاوخوانيم متر په اندازه احرامونه ،چپړې چترۍ  اوداوبوبوتلونه پراته وو،په ډېرزحمت اودډېرو هڅواو ستړتيا وروسته غونډۍ ته وختلم،په غونډۍ کې ګرځېدل هم له خطر  څخه ډک دي ځکه لوړې ژورې اوغټې او کوچنۍ تيګې پکې ډېرې دي ، دبيروبار له کبله ګام اخستل هم سخت دي.
غونډۍ ته چې وختلم نو يوملګرى مې هم راسره نه و، نيم ساعت ،څلوېښت دقيقې به هلته وم دعاګانې مو وکړې او دغونډۍ په شمال لوېديځ  اړخ چې دراښکته کېدلولپاره ځانګړى شوى و  ورو ،ورو راښکته شوم.
داښه وو چې دپورته کېدلو اوښکته کېدلو لارې بېلې وې اوپوليس هم فعال وو، وروسته چا راته وويل چې دجبل الرحمة په ټېل کې په دې ورځ څوارلس تنه ووژل شول.
په عرفات کې هم ډېره ګرمي وه خو مصنوعي بارانونو هغه دپېښوريانو خبره ښه چک لګاوه. دماسپښين په لمانځه کې دعرفات په لوى مسجديامسجدنمره کې بيروبار ډېر زيات و  دننه مسجد ته ورتلل تقريبا ناممکن وو،نوله جبل الرحمة څخه له ستنېدلو وروسته مې وپتېيله چې همدې مسجد ته ورشم اوښه يې وګورم همداسې مې وکړل، مسجدمې پيداکړ،دمسجدنمرې او جبل الرحمة  ترمنځ کوم څلوېښت  دقيقې لاره ده،مسجدنمره ډېر لوى مسجد دى لاهم پکې بيروبار وو خوزه وردننه شوم نفل مې پکې وکړل ښه سيل مې وکړ،دننه اوبهر وګرځېدم،بېرته خپلې خېمې ته روان شوم،بلد نه وم خو داټکل له مخې روان شم،ماويل په لنډه به ووځم،خو لنډې لارې ټولې تړل شوې وې، پرلاره هر ځاى کې سبيل (خيرات)وېشل کېده،لوى لوى موټر به له جوسو کېک ،کلچو،پيپسي ،مرنډا، نورو مشروباتو غوښو ، وريجو، په ډبيوکې له بندو خوراکي توکيو ډک وو،په ځينو ځايونوکې به دموټر مخ ته کتار خلک ولاړ و اوسبيل به يې غوښت،زه چې له مسجدنمره څخه خپلې خېمې ته روان شوم نو  ماښام نږدې وو،پرلاره څو ځايه سبيل وېشل کېده  ،ماخوخپل ځان له سبيل نه ساته آن نورملګري مې هم هڅول چې  ورته زړه ښه نه کړي،يوځاى کې يوموټر ولاړ و  څو لوى لوى ديګې يې ترې راښکته کړي وو،څوځايه يې پرلاره ايښي وو،هرڅوک به يې چې وليدل نوپه اصرار به يې ترې غوښتل چې ورتاو شي آن کله کله به يې حاجي له لاسه ونيوه ،پرما ناوخته وه ،بېړه مې وه چې ځان ملګروته ورسوم چې هغوى رانه مزدلفې ته روان نشي،چټک روان وم چې يوتن له لاسه ونيوم په ځانګړې تشويقوونکې لهجه يې  راته وويل(ياحاج سبيل
سبيل)ماورته وويل چې راباندې ناوخته ده .خوپرې يې نښودم.
په يوه،يوځل مصرفه پلاستيکي کاسه کې يې راته دچرګ دغوښې خوندوره ښوروا دزړه له ټوتې سره واچوله په بله کاسه کې يې راته وريژې ،واچولې غاړې ته کېناستم موړ هم وم او بېړه مې هم وه له دواړومې څلورمه برخه هم ونه خوړلى شوه،خداى خبر چې دوى به پدې موټر کې څوديګي غوښه او وريژې راوړي وي ورځ ختمه وه خولاهم ديګي له غوښو اووريژو ډک وو.
هغه موخه اوغرض چې لپاره يې عرفات ته تلل ضرور ،بلکې دحج رکن بلل شوى دى تر ډېره حده له پامه غورځول شويدى ،دعرفات مهم غرض دادى چې مسلمانان په يو ځاى کې راغونډ شي داسلامي اوملي وحدت تظاهر وکړي،داسلامي امت لپاره يوکلنه استراتيژي جوړه کړي په ګډه دالله ج حضور ته ددعالاسونه لپه  اواجتماعي اوښکې تويې کړي خوحاجيان ټول مسجد ته نه ورځي يا دورکېدلو له وېرې يا دځاى دلرې والي له کبله يا دناراستۍ له کبله دماسپښين لمونځ په خپلو خېمو کې کوي،بله ستونزه داده چې سره له دې چې نمره مسجد ډېر لوى دى خوبياهم ټول حاجيان خو پرېږده چې نيم يې هم په کې نه ځآيېږي موږ له امام څخه دومره  لېرې وو چې ددومره لوډ سپيکرونو اودسعودي حکومت له دومره اسانتياوو سره سره مو  هم دامام تکبيرات وانه ورېدل، اونه يې په خطبه پوه شو.
حکومت په عرفات کې دعرفات العام ،جبل الرحمة اونمره په نومونو ددرې اوپه منى کې دمنى العام ،منى البحر ،منى الشارع الجديد، اومنى الوادى په نوم دڅلوروروغتونو اوپنځلسو عامو روغتيايي مراکزونومونه حاجيانو ته ورپيژندلي و اودمرستولپاره يې د٩٩٧    اودامنيتي پېښو لپاره يې  د٩٩٨ ټېليفون شمېرې حاجيانوته ورکړې وي.
ماښام و  چې په عرفات کې خېمې ته ورسېدم هلته کمپونه يوډول جوړ شوي ،يوه نقشه ده دهرکمپ په دروازه کې پوليس ولاړ وي هم په منى اوهم په عرفات کې چې له چاسره کارت نه وي هغه نه  ورپرېږدي ،په تکليف مې ځاى پيداکړهلته هم دلارښوونې لپاره لوحې لګول شوې خوپه شپږ ميليونو کسانوچې جامه يوه وي، موټر يوډول ،خېمې يوډول ،دکمپونونقشه يوډول،په سلګونو زره متره مربع مساحت کې نابلده سړي ته خپل کمپ موندل سخت دي.
 کله چې خپل کمپ ته لاړم ګورم  چې هېڅوک هم نشته دي په دروازه کې مې دمعلوماتو له څانګې وپوښتل هغه راته وويل چې موټرونه له کمپه روان شوي  دي ،خپل يو ملګري ته مې  زنګ وواهه  هغه هم  راته وويل چې له کمپ څخه روان شوي خولاهم په عرفات کې دي ځکه چې بيروبار ډېر دى موټر تېز تللى نشي هغه ملګري داهم وويل چې له کمپه ډېر لرې تللي ندي ښايي دپښو پنځه شپږ دقيقې لار و ي خو داچې زه ورشم او ورسره ملګرى شم دموټر د موقعيت اوشمال او جنوب يې نه پېژنده.
 د٧٨مکتب يوتن مسؤول ته مې خپل کارت وښود هغه راته وويل چې لېږد دې  پرموږ دى خو صبر وکړه چې يومناسب موټر پيداشي يوتن تور، نوي ځوان ته يې وويل چې ما يو موټر ته وخېژوي،مافکر وکړ چې دابه تور پوستى افريقايي وي خوهغه ځان دپاکستان دسند ايالت دلاړکانې اوسېدونکى  راوښود ماپه دې خاطر چې دده همدردي مې ترلاسه کړي وي په لاړکانه کې اوپه ټوله کې په ټول سندکې د خپلو ګرځېدلو ورته وويل په اردو ورسره غږېدلم سره له دې چې په عربي ښه سم پوهېده. کله به يې ځان دحج دپروسې مسؤول اوکله دحکومت جاسوس معرفي کاوه،کله چې پوه شوچې زه افغان يم نوقسم يې راکړ  چې کله مې اسامه  ابن لادن وليد نو دده لخواپرې سل ځله سلام ووايم اولاسونه يې ښکل کړم،ډېر کېکونه ،کلچې اوجوسونه يې راته راوړل،همدلته دمدينې منورې يوه اوسېدونکي سره چې يو مهذب اوباخبره شخص وو په بنډار ور برابرشوم داسلامي نړۍ په ستونزو او د اخوان المسلمين په نړيوال خوځښت  موخبرې وکړې پخپله هم د همدې ګوند له کلکو مينه والو اوپلويانو و خو ويل يې چې سعودي حکومت له دې ګوندڅخه ډېر وېرېږي نو ځکه پرې بنديزدى اومينه وال يې ځان ښودلى نشي.
هرموټر به چې راغى نو ديوې سيمې حاجيانوبه لا دمخه نيولى وو دځينو مخ ته به لسګونو حاجيانوورمنډه کړه ، همدلته نږدې ماسخوتن شو،څوځله مې زړه وکړ چې په پښو مزدلفې ته روان شم خو ګرمۍ مې ورنونه سوځولي اوټپي کړي وو چې روان به شوم نو سوخت  اودرد به يې پيل کړ،تک سره اوښتي وو، دهغه وخت ډېر ارمان راغى چې کوچنى اووچ کلک وم ،هغه دچاخبره هوسۍ مې په منډه نيولى شوه،اوله پاړه چناره په اسمانڅکو غرونو اودکږې وږې په کوتل به  چې له بيخ څخه يې تر سره اته ساعته لاره ده، په يوه دمه ختلم، ،دخپلې چانټې ،کلاشينکوف اودجهاد اودسفر د اړتياووبرسيره مې دنورو ملګرو سامان هم له ځان سره لېږداوه هغه چې له پاړه چناره به موپکتيا ووهله ،ازره اولوګر به موتر پښو تېرکړ اوپه کږې وږې، تېزين ،شينواريوبه خاکجبار،خوردکابل اوترخپل مرکزبګراميو په درې ورځوکې راورسېدو خونن مې ورنونه سوځي له عرفات څخه مزدلفې ته چې  په عادي وخت  کې شاخوا دوه ساعته لار ده  د موټر ته په تمه يم.
خير له کمپ څخه لوى سړک ته راووتو،له لږ انتظار  وروسته د٧٨مکتب اړوند يوموټر راغى په منډه مې پکې ځاى وموند ايرکنډيشن پکې چالان و  ،ګرمي موورکه او دمه مو جوړه شوه، خولارلاهم بنده ده، موټرونه دمېږي په پښوروان دي،داسانې او پرانيستې لار دموندلوپه لټه يې اوږده لار وټاکله خو بياهم لار بنده وه،سبا لوى اختر دى، په کابل کې کورنۍ او بچيان هم تنها دي او زه هم ترې بېل يم، خفه شوي دي،په کابل کې دپنځلس کلن ژوند په دوران کې موږ کوښښ کاوه چې اختر موپه جلال اباد کې له نورې کورنۍ اودوستانوسره يوځاى وي خو دادى اوس هغوى تنهادي،دټېليفون زنګ مې وشرنګېد،دکورشمېره وه، اختر مبارکي مو سره وکړه ،دکورنۍ له هر غړي سره بېل بېل وغږېدم مېرمن مې غوښتل وژاړي ،ستونى يې راډک شو نږدې وو چې ماهم په ژړاکړي زړه مې نرى شوخو هغې ته مې ډاډ ورکړ ،کوم يوساعت مو خبرې وکړې، زه هم خبروته ا وزګار اوپه اشتها وم ،ايرکنډېشن موطبيعت جوړکړ،بالاخره څه باندې لس بجې وې چې  په مزدلفه کې ديوپله تر څنګ له موټرڅخه ښکته کړل شو، دمزدلفې په پراخه ميدان کې دميليونوخلکوله منځه دنابلدۍ په حالت خپل څوتنه ملګري موندل به څنګه وي؟.
حيران وم چې کومې خواته لاړ شم زړه نازړه دپله شمال خواته روان شوم ماويل که دومره ځاى پيداکړم چې خپل جاى نماز هوار اودشپې ځاى پيداکړم خو ديوجاى نماز په اندازه خالي ځاى هم نه موندل کېده، په تور سرک روان يم، شپه پخه تپه تياره ،خودلته سپين پړق ده،  په همدې کې مې لږ وړاندې خپل يو ملګرى وليد،زړه مې په سترګوباور هم نه کاوه خو ورنږدې شوم ګورم چې زموږ دشرکت اړوند ګڼ کسان نور همدلته دي،له سلام اوستړي مشي وروسته يې وويل چې کوم سل تنه چې په موټر کې له موږسره له کمپ ( عرفات)  نه راغلي همدلته دي  خونور شاوخواتيا تنه ورک دي،ډېر خوښ شوم چې دوى مې وموندل ،دعمومي سړک پر غاړه مې جاى نماز هوار کړ، يوڅوتنه نورله ښځو سره راغلل هغوى هم همدلته واړول، پوليس څو ځله راغلل ويل يې په دې لار موټر تېرېږي پاڅېږئ خوموږ سترګې شخې کړې، ډېر وخت وروسته دخوب په نيت وغزېدم بوټان مې سر لاندې کېښودل ښه ويده شوى وم چې يو چامې پښه وخوځوله راويښ شوم ،دسترګو له غړېدلوسره مې پښوته پر  پرتوښځو سترګې ولګېدلې ،کېناستم يوې ښځې راته په اردو وويل چې ورور جانه دا پښې دې درغونډې کړه زه يې په تکليف کړې يم ،زه چې ويده کېدلم نودلته ښځې نه وې پوه شوم چې دځاى نه شتون دوى هم اړې کړي چې دلته ځانته دناستې ځاى پيداکړي ،کېناستم فکر مې وکړ چې که ويده شې بيابه دې له پښوسره داښځې په تکليف شي،ډېر وخت ويښ وم ،لاړم په زحمت مې د اوداسه په ځاى کې يواځې دچهار اندام لپاره نوبت ونيوه ،بيت الخلا ته ننوتل ډېر سخت کار او دخلکو کتارونه ولاړ وو، اودس مې وکړ په تهجدو ودرېدم ،له لمانځه چې فارغ شوم ګورم چې څو ښځې او دوه سپين ږيري نارينه لاهم زما دجاى نماز خواته دي  څوک ويده ،څوک ويښ جاى نماز  مې همدلته هوار پرېښود ولاړم چې ځانته بل ځاى پيداکړم ،ځکه چې دلته داښځې ويدې وې مناسبه مې ونه ګڼله چې همدلته ويښ ياويده پاتې شم، وړاندې مې ځاى پيداکړ راغلم جاى نمازمې وېووړ  اودميده تيګو پرسر مې هوار کړ.

 
بېرته شاته
 

Zarlakht.com All rights reserved 2010 - 2013 | Website Designed by: ShamshadTech ©