سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9919
ټول لیدونکې
1474317

د ادب په اسمان کې دځلانده سپوږمۍ ،کوچنۍ فرشتې ، شاعرې،ليکوالې او تکړه وياندې اغلې فرشتې غني سره مرکه


2014/10/04

 د ادب په اسمان کې دځلانده سپوږمۍ ،کوچنۍ فرشتې ، شاعرې،ليکوالې او تکړه وياندې اغلې فرشتې غني سره مرکه د زرلښت ډاټ کام ډېرو قدرمنو ا و زړه ته رانږدې لوستونکيو ! اوپه خاصه توګه د مرکو دبرخې مينه والود اونۍ په تېرېدو ستاسو خادم او چوپړ کوونکی رفيع الله روشن مو په سلامونو او ښو هيلو لمانځنه کوي ،ګلونو!داځل مو د ادب په اسمان کې دځلانده سپوږمۍ ،کوچنۍ فرشتې ، شاعرې،ليکوالې او تکړه وياندې فرشتې غني  دکور  دروازه ټکولې او تاسو ته د لوستلو په خاطر مو ورسره مرکه کړې،داچې دادب داسمان دغه فرشته  موږ او تاسو ته د لوستلو لپاره څه لري راځئ چې په ګډه يې ولولو
 رفيع الله روشن پوښتنه: سلامونه او ښې هيلې  درنې فرشتې زه خو مو له نامه او څهرې سره کاملاً اشنا يم هيله ده  د دوت له مخې له قدرمنو لوستونکيو سره پېژندګلوي وکړئ؟
 
ځواب:دسترڅښتن په سپېڅلي نامه ښاغلی روشن  زما لخوا هم سلامونه او نيكې هيلې په سر کې تاسو ته او بيا د زرلښت ډاټ کام ټولو ګلونو لوستونکيوته ، نوم مې فرشته، تخلص مې غني او له شاوخوا دوه كلونو راپه دېخوا د مېرمن كلتوري- ټولنيز بهير غړې يم، په شاعرۍ كې ګوتې وهم، يوه نيمه ليكنه هم كوم او كله كله لنډې كيسې هم ليكم.
  
پوښتنه:ډېرښه لوستونکيوته دا هم روښانه کړه چې  چېرې زېږېدلې ياست،دکوم ځای ياست اوچېرې ژوند کوئ؟ ځواب: زوكړه مې په کال ۱۳۷۵ هـ ل کې په كونړولايت ،اسمار ولسوالۍ سيوري     كلي كې شوې،ځان دټول افغانستان بولم اوفغانه يم او وياړم چې پښتنه يم دم ګړۍ په کابل کې  اوسېږم.
 
پوښتنه: څومره زده کړې موکړي، په کومه برخه کې او څه دنده لرئ؟
 
ځواب:مننه د زده کړو لړۍ مې دکابل په  قلعه كاشف ليسه كې پيل او له همدې لېسې څخه مې د دولسم ټولګي سند په ۱۳۹۲ كال واخيست، د پوهنتون ارمان مې لا په زړه دى،مګر غواړم لوړې زده کړې ډېرې ژر پيل کړم ،او اوس مهال په کابل کې له  كليد راډېو  سره د خبريالۍ او نطاقۍ  په دنده بوخته يم
.
پوښتنه: له څه وخته دشعر ښاپېرۍ درسره د ملګرتوب تار ځغلولی دی؟ ځواب: د ښوونځي په نهم ټولګي كې مې له شعر سره علاقه زياته شوه، ادبيات به مې لوستل، د كلاسيكو شاعرانو شعرونو به خوند راكاوه، بس يوه ورځ ماته هم د شعر ښاپېرۍ غوږ كې يو څه وويل، چې په كاغذ مې وكښل، نو ټولو ويل چې شاعره شوې
.
پوښتنه:دشعر په برخه کې مو استاد څوک دی؟
 
ځواب: روشن صيب زما شاوخوا چاپېريال او ټولنه د شعر په برخه كې زما استادي كوي، هغه څه چې ټولنه ماته راكوي، په ناخوالو او ستونزو د زړه درد دى، همدا درد ما مجبوروي، زه يې كيسه خيال ته كوم، خيال ماته يو داسې څه راكوي چې هغه په عاميانه ژبه نه وي، بلكې غزل وي يا څلوريځه، يا لنډه كيسه، يا ازاد شعر او يا هم بل كوم فورم... نو زه ډاډه وايم چې زما استاده زما ټولنه ده، زموږ د خلكو ناخوالي دي چې ما هڅوي يو څه وليكم.
 
پوښتنه: د شعر ليکلو لپاره کوم معيارونه اړين بولئ؟
 
ځواب: د فردي خواصو په برخه كې يې احساس، درد او عاطفه ضروري ده، دا چې نه وي شعر نشته، كه انسان تر نورو عادي انسانانو ډېر حساس وي، دې ته شاعر وايي. ما اورېدلي چې شاعر او نابغه له عادي انسانانو سره  ډير توپير لري، زه هغه توپيرونه چې شاعر انسان له عادي انسان سره بيلوي، د شعر ليكلو اصلي معيارونه بولم. پوښتنه: ايا تنها په شعر مو بسنه کړې اوکه په نورو فورمونوکې لکه، ليکنه،مقاله،لنډه کيسه،ناول،رومان او نورو برخوکې هم قلم خوځوئ؟ ځواب: وګورۍ زموږ ټولنه داسې نده چې په يوڅه دې قناعت وشي،دلته راز راز ستونزې او پټې ناسپړل شوې غوټې ډېرې زياتې دي چې يو حساس او احساس لرونکی شخص مجبوروي ترڅو اقدام وکړي او بل داچې تنها په شعر د شاعر انسان بسنه نه كېږي، ځكه هغه داسې حساس اموخته شوى وي، چې بايد له هر څه سره خپل حساسيت په نرمه او موزونه ژبه وښيي، كله كله دا ډول احساسات په غزل، ازاد شعر او نورو فورمونو كې نه ځايېږي، شاعر انسان مجبور شي چې خپل د زړه بړاس په نورو ادبي فورمونو كې وباسي، مثلا کله چې زه  له دې حالت سره مخ شم، لنډې كيسې ته پنا وړم، ناول مې يو ليكلى اوس رانه نيمايي كې پاتې. دى او پاتې شوه د رومان خبره زموږ په خپل هېواد کې تراوسه زه ددې شاهده نه يم چې رومان دې ليکل شوی وی، ځكه زموږ ادبيات تر اوسه د رومان له پنځوونكو بې برخې دي،داچې ولې په اړه يې کره معلومات نلرم.
 
پوښتنه: ايا کوم چاپ شوی اثر لرې اوکنه ،که هو نوپه کومه برخه کې ،که نه وي نوکله به چاپ شي اوپه کومه فورم کې،شعرکه نثر؟ ځواب:-: نه كوم چاپ شوى اثر تر اوسه نه لرم نه په نثر كې او نه هم د شعر، مګر هغه د تبليغيانو خبره اراده به ساتو. زما شعرونه او ليكنې همداسې خورې ورې پرتې دي. كله كله يې د راټولولو نيت وكړم خو بيا مصروفيتونه دومره ډېر شي چې پاتې شي. خو البته دومره وايم چې كورنۍ مې ليواله ده څو زما اثار چاپ كړي، بس زه نه يم ورته جوړه. پوښتنه:دشاعرۍ او ليکوالۍ لپاره له خپله انده زده کړې اساسي اصل ګڼئ؟
 
ځواب: نه، كه څوك خداى له عادي انسانانو په توپير شاعر انسان پيدا كړ، زده كړې ته يې اړتيا نشته، دا بېله خبره ده چې يو څوك له زده كړو وروسته، يا په شاعرانو كې له پاتې كېدو وروسته شاعري كوي، هغه وخت كې هم نوى شاعر شوى انسان له خټې نه اصلا شاعر وي، خو د شاعرۍ حس يې د وخت په تېريدو بيدار شوى وي
.
پوښتنه: ولي مو له لوړو زده کړو دمخه په کار کولو پیل وکړ،دکوم مجبوريت له مخې؟ ځواب: په دې كې به نو درته زه څه ووايم؟ ډير خلك شته چې له ښوونځي څخه له فارغيدو وروسته سمدواره د خپل ذوق له مخې دنده ترلاسه كول غوره بولي، پوهنتون هم وايي او د خپل ذوق له مخې د مسلك د پياوړي كولو هڅه هم كوي. ما هم دغه چاره غوره وګڼله، مجبوريت د ذوق هم وي او د غربت هم، خو شكر زما د د اقتصاد مشكل نشته يوازې مې غوښتل ذوق په يوه راډيو كې وپالم، كار وكړم، خبرياله شم   مګر پوهنتون ته هم چمتووالى نيسم، داسې نه ده چې يوه پښه مې په بله اړولې او ناسته يم.
 
پوښتنه:په افغاني ټولنه کې د ځوانو نجونو اساسي ستونزې څه دي او دحل لاره يې څه را په ګوته کوئ؟
 
ځواب: لومړۍ هغه يې له زده كړو محروميت، بله يې دا چې په كور كې د څه ويلو او نظر څرګندولو برخه كې محكوميت احساسوي، تر ټولو مهمه يې دا چې د افغانانو طبيعت دا دى چې ښځه د نارينه غلامي بايد وكړي. كه دا خبرې وركې شي هېڅ ستونزه نشته، زه فكر كوم دا مفكوره اوس په ختمېدو ده، ځكه ماته چې كورنۍ د زده كړو او كار كولو حق راكړى، د بيان د اظهار حق يې راكړى نو همدغسې نورې كورنۍ به هم وي، دا كچه په لوړېدو ده او ستونزې به حل شي كه خير وي
.
پوښتنه: دښوونځي په دوران کې دې کوم مضمون بد راته ؟  
ځواب: چې د زده كړې شوق وي، نو ته ووايه چې بيا د چا كوم مضمون بد راځي،زما يومضمون هم بد نه راته،ټول مې خوښ ول استادان يې زما خوښ ول او ټول مې په مينه لوستي اودخپل زړه نمبرې مې پکې وړې دي.
 
پوښتنه: له خپله انده دښځينه وو شاعري معياري بولې اوکه د نارينه وو؟  
ځواب: نارينه ښه دي، ځكه خپل اند څرګندولى شي. افغانستان كې ښځينه و ايله همدا اوس دومره وكولى شول چې شعر يې بد ونه ګڼل شي، وروسته به دا هم ښه شي، ښځې به وكولى شي چې خپل د زړه په ژبه وغږېږي او هغه څه راوباسي چې رښتيا هم د دوى د ژوند برخه وي. پښتنو نارينه و په دې برخه كې د چا خبره چې له ۱۰۰۰ كلونو راهيسې كار كړى، مګر له نازو انا راوروسته ښځينه شاعرانې ايله په سلو كلونو كې يوه تېره شوې ده. پوښتنه: ولې ډېرې ښځينه تنها په شاعرۍ بسنه کوي ايا په نورو برخوکې د عمل کولو وړتيا نلري که کوم بل څه دي؟
 
ځواب: ما خو تر اوسه داسې كومه نجلۍ نه ده ليدلې چې هغه شاعره وي او يوازې په شعر بسنه كوي. تاسې شاهد ياست چې اوس زياتره نجونې ليكوالي هم كوي، حتى سياسي تحليلونه يې هم د لوستلو وي دبېلګې په توګه طوبا ندا ساپۍ هم ليكواله او هم شاعره ده، پاكيزه ارزو هم ليكواله هم شاعره ده، زرلښت حفيظ هم ليكواله او هم شاعره ده، اناهيتا روهي بيا ليكواله ده، زما خور ګلمينه يوسفزۍ هم ليكواله، هم شاعره او هم خبرياله ده. داسې ډېر مثالونه يې دركولى شم
.
پوښتنه: څومره باور لرې چې په راتلونکي حکومت کې به ښځوته په دولت کې څومره چې پکار ده ونډه ورکړل شي او ايا په اوسني دولت کې ښځوته په روکړل شوې ونډې قناعت کوئ؟ ځواب: زه په دې باور يم چې كه د ښځو ته ډير نه، بلكې همدا اوسني حقونه هم حفظ شي نو غوره به وي، مګر دا چې حقونه دې زموږ پروژه يي كېږي نه، موږ ته دې په پروژو څوك حق نه راكوي، بلكې هر سړي دې يې له كوره شروع كړي، لور ته دې د ښوونځي لوستلو اجازه وركړي، د كار اجازه دې وركړي، لوړې زده كړې دې پرې وكړي، هيله لرم چې ټولې ستونزې به له منځه ولاړې شي
.
پوښتنه: په پيغام کې خپلو خويندو او وروڼو ته څه ويل لرې؟
 
ځواب: وروڼو ته مې پيغام دا دى چې لطفا په كور كې د خپلې خور او مور خوله مه ورتړئ، د مشورې او نظر څرګندولو حق وركړئ. زده كړو كې ورسره مرسته وكړئ. خويندې ستاسې لپاره د دعا تر ټولو پاكه او سپېڅلې عاطفه لري. خويندې تل د وروڼو د بريا دعا كوي،   وروڼه دې هم هغوى ته د زده كړو د حق ترلاسه كولو لپاره زمينه مساعد ه كړي.
له پلرونو او سړيانو مې هم هيله ده چې خپلې لوڼې او خپلې مېرمنې د ځان برابر مخلوق وګڼي، كه نارينه كور ته ډوډۍ راوړي، نو ښځه هم هماغه كور د ساتونکې په توګه ساتي
.  
مننه چې په په خورا خوښۍ مو زموږ درتګ ومانه او د مرکې لپاره مو له خپل قېمتي وخت څخه موږ ته هم شېبې را وبخښلې
.
ځواب: قدرمن روشن صيب له تاسو څخه هم نړۍ مننه کوم چې زه مو ددې  وړ وګڼلم او قدمونه ستړي کړل تر ځو له قدرمنو لوستونکيو سره زما د زړه اواز هم شريک کړۍ،بريالي اوسۍ  
نوټ:-محترم روشن صاحب کله چې دخويندو ورونوسره محاحبه کوی هيله ده دليکنو اوشعرونوبيلګې هم ورځنې اخله دا دلوستونکو هيله ده

رفيع الله روشن

بېرته شاته